کابل د وچکالۍ ځپلو کډوالو منزل، خو پهخپله د اوبو له کړکېچ سره هم مخ دی
پرلهپسې وچکالۍ او د اقلیم د بدلانه پایلو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د یو شمېر کورنیو ژوند گډوډ کړی دی. ډېری یې د غوره فرصتونو او آسانتیاوو ته د لاسرسي په لټه کې کابل ته کډه شوې دي؛ خو پلازمېنه هم په دې ورځو کې د اوبو له کمښت او د ښاروالۍ خدماتو باندې پر زیاتېدونکي فشار سره مبارزه کوي. روانې وچکالۍ او د اقلیم د بدلانه پایلو ځینې کورنۍ دې ته اړې کړې دي، چې له نورو ولایتونو څخه کابل ته کډه شي، هغه ښار چې پهخپله د اوبو له کمښت او د ښاروالۍ پر خدمتونو له فشار سره مخ دی. په داسې حال کې، چې ډېرو دې کورنیو په کابل کې اوبو او غوره فرصتونو ته د لاسرسي هیله درلوده، اوس وايي چې دوی په پلازمېنه کې هم له ورته ننگونو سره مخ دي. د دوی له ډلې یو تن د لوگر ولایت اوسېدونکی ابراهیم دی، چې وايي نږدې یو کال مخکې د ښو شرایطو په هیله کابل ته راغلی و، خو د اوبو ستونزه یې لا هم پر خپل ځای ده. له خپل ولایته دلته کابل ته ځکه راغلو، چې هلته وچکالي ډېره وه، خو دلته هم ستونزې شته، وچکالي ده، کافي اوبه نهلرو ابراهیم د لوگر ولایت اوسېدونکی هغه ازادۍ راډیو ته وویل: «له خپل ولایته دلته کابل ته ځکه راغلو، چې هلته وچکالي ډېره وه، خو دلته هم ستونزې شته، وچکالي ده، کافي اوبه نهلرو، له مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوو چې د اوبو په تامینولو کې له موږ سره مرسته وکړي.» ابراهیم یواځې نهدی؛ نورې کورنۍ هم وايي چې وچکالۍ دوی اړ کړي، چې خپل کورونه پرېږدي. د غزني ولایت اوسېدونکی علي، چې شاوخوا دوې میاشتې وړاندې کابل ته راغلی، تر کډوالۍ وروسته د ژوند د ستونزو په اړه وایي: «وچکالۍ ورو ورو شرایط موږ ته سخت کړي وو، کافي اوبه نه وې، کرنه ښه پر مخ نه تله، اړ شوو چې خپل استوگنځای پرېږدو، کابو دوې میاشتې کېږي، چې کابل ته راغلي یو، کابل ته د راتگ غوراوی هم موږ ته آسانه نه و، اوس هم ستونزې حل شوې نهدي، ثابت عاید نهلرو او دلته د اوبو له کمښت سره مخ یو.» خو دا اندېښنه یواځې د کابلمېشتو نهده؛ د کابل یو شمېر اوسېدونکي هم وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله اوبو ته لاسرسی ډېر ستونزمن شوی دی. د کابل یوه اوسېدونکې سمیرا وايي، چې د اوبو کمښت اوس د کورنیو د ورځنیو ستونزو یوه برخه گرځېدلې ده. هغه زیاتوي: «په کابل کې د اوبو کمښت له لویو ستونزو ده، زما په اند د تېرو کلونو په پرتله اوبه کمې شوې دي، کورنۍ آن د پخلي، څښاک او نورو اړتیاوو لپاره کافي اوبه نهلري، د ورښتونو کمښت، د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټوالی او د کابل د وگړو زیاتوالی د دې ستونزې لاملونه دي.» د چاپېریالساتنې برخې کارپوهان هم وايي، چې د نفوسو زیاتوالی، د اوبو سرچینو له کمېدونکي ظرفیت سره یوځای پر کابل ډېر فشار راوړی دی. د چاپېریالساتنې کارپوهـ احمد جاوید نور وايي، چې د اوبو سرچینو له اغېزناک مدیریت پرته کابل ښار د دغه نفوس د ځای پرځای کولو ظرفیت نهلري. هغه زیاتوي: «د کابل ښار یوه لویه ستونزه د نفوس زیاتوالی دی، خلک د ښه ژوند او کار موندلو لپاره دغه ښار ته راځي خو کابل د دغه ټول نفوس د منلو ظرفیت نهلري، هغه برخې چې باید د ځمکې لاندې اوبه یې تغذیه کړې وای، له منځه تللې او حکومت هم باید په دې اړه مشخص تدابیر ونیسي.» ازادۍ راډیو هڅه وکړه، چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د ښاري اوبو رسولو او فاضله اوبو له څانگې نظر واخلي، خو د دې ادارې ویاند رحمتالله صارم د ازادۍ راډیو پوښتنې ځواب نهکړې. خو نوموړي مخکې د روان زېږدیز کال د اگست پر ۸ مه ازادۍ راډیو ته ویلي وو، چې دا اداره د پنجشېر، شاه عروس او شاه توت څخه د اوبو لېږدولو، د اوبو رسولو شبکو پراخولو او تر ځمکې لاندې اوبو بیا تغذیې پر پروژو کار کوي. افغانستان په دې وروستیو کلونو کې د اوبو له زیاتېدونکي کړکېچ سره مخ دی. د اقلیم بدلون، د ورښت کموالی او د لسیزو جگړې هغه لاملونه بلل کېږي، چې د دغه هېواد د اوبو سرچینې یې له خطر سره مخ کړې دي. د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په ۲۰۲۵ز کال کې په یوه راپور کې خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې شاوخوا ۳۳ میلیونه خلک د اړتیا وړ کافي اوبو ته لاسرسی نهلري. یونیسېف هم ویلي دي، چې په افغانستان کې یواځې په لسو کسانو کې دوه یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري او په کابل کې د څښاک د اوبو وضعیت په پرلهپسې توگه د خرابېدو په حال کې دی. Mercy Corps سازمان دغه راپور هم ورکړی دی، چې د کابل شاوخوا ۸۰ سلنه د ځمکې لاندې اوبه ککړې دي، او دا ستونزه د ښار اوسېدونکي له سختو روغتیایي خطرونو سره مخ کولای شي. په داسې حال کې چې کارپوهان په کابل کې د اوبو د کړکېچ د سختېدو خبرداری ورکوي، د ابراهیم او علي په څېر کورنیو لپاره په داسې یوه ښار کې د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د اوبو موندلو اصلي ستونزه پاتې ده، چې پهخپله د اوبو له کمښت سره مخ دی.