کعبه شریفه
سعودي عربستان وايي چې د مکې مکرمې سرسیم یا حدودو ته له ننوتو مخکې یې د یمن حوثیانو ډرون الوتکه راغورځولې او د برید مخه یې نیولې ده. په یمن کې د سعودي په مشرۍ د اېتلاف ویاند ترکي المالکي په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا دویم ځل دی چې حوثیانو مکه په نښه کړه؛ لومړی ځل یې د ۲۰۱۷ کال په جولای میاشت کې د بالستیک توغندیو برید و.