US Agency for Global Media USAGM

News and Information from Around the World

← Back to Direct feed

ونس: ایران سره جګړه په راتلونکې یوې یا دوو میاشتو کې 'په بشپړه توګه بل پړاو' ته ننوځي

16 Sep 2026, 12:12 GMT
Download metadata bundle
VOA logo
Article ونس: ایران سره جګړه په راتلونکې یوې یا دوو میاشتو کې 'په بشپړه توګه بل پړاو' ته ننوځي
د متحده ایالتونو د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس نیویارک پوسټ ته په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي چې له ایران سره به د امریکا جګړه په "راتلونکې یوې یا دوو میاشتو" کې "په بشپړه توګه یو بل پړاو" ته ننوځي. هغه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا ارزونه هم تکرار کړه چې د واشنګټن او ایران ترمنځ د میاشتو متقابلو بریدونو وروسته به دا جګړه د امریکا د منځمهاله ټاکنو "سمدستي وروسته" پای ته ورسیږي. ښاغلي ونس وویل چې د امریکا د منځمهاله ټاکنو تر وخته به د ایران حکومت د هرمز تنګي باندې خپل کنټرول نور هم له لاسه ورکړي. هغه وویل دا ځکه چې د دې حیاتي انرژۍ له لارې تګ راتګ اوس "له نورمالې کچې څخه تر ۵۰ سلنې ډېر" بېرته عادي شوی دی. ونس وویل: "موږ د راتلونکې وړاندوینه نشو کولی، خو زما په اند ولسمشر پر حقه دی چې دا مسله به په راتلونکې یوې یا دوو میاشتو کې یو ډېر متفاوت پړاو ته ننوځي.هغه د وسله والو ځواکونو سر اعلی قوماندان هم دی او له همدې امله نوموړی ټاکي چې جګړه څه وخت پیل او څه وخت پای ته ورسیږي." ونس زیاته کړه، "زه په بشپړ ډول پوهیږم چې امریکایان یو څه بې صبره شوي دي، خو هغه څه چې اوس په بنسټیزه توګه پیښیږي هغه دا دي چې متحده ایالات په بریدګرو عملیاتو کې ښکیل ندي. واقعا ندي." د ولسمشر مرستیال همدارنګه وویل،" هغه څه چې پیښیږي دا دي چي کله ناکله چې ایرانيان پر سوداګریزو کښتیو ډزې کوي، معمولاً نه بریالي کیږي." د امریکایي چارواکو په وینا، د امریکا بحري ځواکونو ځانګړو ځواکونو په تېرو څلورو میاشتو کې د هرمز تنګي په ډیرو برخو کې ماینونه پاک کړي دي. خو بیا هم د کښتیو تګ راتګ د جګړې څخه د مخکې کچې په پرتله خورا ټیټ دی. امریکایي ځواکونو د ایراني رژیم د تیلو ټانکرونه هم په نښه کړي دي، او د امریکا مالیې وزارت پر هغو بانکونو او نورو ادارو بندیزونه لګولي چې د ایراني حکومت د جګړې د توان دوام ته مالي مرسته کوي. ونس وویل: " په دې مسله کې دوه پړاونه دي او لومړی پړاو یې پای ته رسېدلی دی." هغه وویل: "لومړی پړاو د هغوی د اټومي پروګرام له منځه وړل، د هغوی د دودیزې پوځي وړتیا له منځه وړل، او د هغوی د ځواک د ښودلو وړتیا له منځه وړل وو، په هغه ډول چې دوی یو یا دوه کاله مخکې هم کولی شول." ونس زیاته کړه: "دوهم پړاو دا ډاډمنول دي چې هغوی د دې وړتیاوو د بیا رغولو توان ونلري او له هغه وروسته، د امکان تر حده د نړیوال ثبات ساتنه وشي."